سیاست

دافغانستان په باره کې دبريټانيا له سفير سره دپاکستان دملي امنيت دسلاکار خبرې

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٢
دپاکستان دملي امنيت سلاکار په اسلام آباد کې دبريټانيا له سفير مشرتابه کتنه دافغانستان دمسلو په باره کې سلامشورې وکړې او دافغانستان حالت ته په اشارې سره وويل چې په دغه هيواد کې سوله دآسيا دجنوب په سيمه کې دثبات او امنيت له ټينګښت سره مرسته کوي.
ايرنا دپاکستان د رسمي رسنيو له خولې خبر راکړ : ناصر خان جنجوعا پرون په اسلام آباد دبريټانيا له سفير توماس درو سره په کتنه کې وويل : اسلام آباد په افغانستان کې دسولۍ د ټينګښت لپاره خپلې ټولې هلې ځلې په کار اچوي.
ده وويل چې بايد دمثبتو انګيزو او سياسي چلندونوته دپاملرنې له مخې دهمکاريو دچوکاټ پيروي وکړو ځکه په منفي ويناو لاس پورې کول نه يوازې له سولۍ سره هيڅ راز مرسته نه کوي بلکې دغه شان اقدامات به يوازې په سيمه کې دسولۍ دمخالفانو دپياوړتيا سبب شي.
دپاکستان دملي امنيت له سلاکار سره دبريټانيا دسفير مشورې دافغانستان په برخه کې دمسکو له درې اړخيزې غونډې وروسته په لنډه موده کې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته