امنیت

په کندز کې يوشمېر سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې

کابل / د زمري ۱۴مه / باختر
افغان ځواکونو په کندز کې يوشمېر سيمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړې.
د کندز امنيه قومندان زبردست صافی وايي امنيتي او دفاعي ځواکونو تېره شپه د کندز د چاردرې ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه عمليات ترسره کړل چې تراوسه يو زيات شمېر سيمې له وسله والو طالبانو څخه بېرته نيول شوې دي.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته د سر زيان اوښتى دى او عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته