کابل / باختر/ د زمري ٧مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو هئيت هرات ته ورسېد .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمدرسول باوري چې د دغه هيئت مشرتوب پرغاړه لري د هرات په هوايي ډګر کې د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مسوولانو او د ګڼ شمېر فرهنګيانو له خوا هرکلى وويل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معين د ملګري هيئت په ترکيب کې د وزير سلاکار د جندر رييسه، د خلکو د فرهنګ رييس او يو شمېر مقامات غړيتوب لري.
د هرات فرهنګي مسوولينو د دغه هيئت د سفر موخه د استاد کمال الدين بهزاد د شخصيت د درناوي په سيمينار کې ګډون او د هنري اثارو او لاسي صنايعو د نندارتون پرانستل اعلام کړي دي.
دغه هيئت به د پنځو ورځو لپاره په هرات ښار کې استوګنه ولري او د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د کاليزې د نمانځنې د فرهنګي اوونۍ په بېلابېلو پروګرامونو کې به ګډون وکړي.
د هېواد د خپلواکۍ د کاليزې د نمانځنې د فرهنګي اوونۍ په بهير کې به د بېلابېلو قشرونو په شتون په لسګونو ډول ډول فرهنګي، هنري، ټولنيز او ديني پروګرامونه په هرات ښار کې جوړ شي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين چې د دې اوونۍ د فرهنګي پروګرامونو د جوړولو مسووليت پرغاړه لري په تېرو څو مياشتو کې د دې اوونۍ د نمانځنې په تدارک بوخت دي.
په دغو پروګرامونو کې فرهنګيان، هنرمندان، خبريالان، ځوانان او ښځې څرګند او ستر رول لري.
ختم_ عطاالله _ اکرم
2 1 دقیقه لوستل