اقتصاد

اويا مليونه ډالره ليلاميږي

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
مرکزي بانک (د افغانستان بانک) اويا مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري.
ددغه بانک په ليک کې چې باختراژانس ته ليږل شوى ده ويل شوى دى: 
دافغانستان بانک د روان کال دتلې دمياشتې په ٢٢ او ٢٥نيټه دشنبې اوسه شنبې  د ورځو په داوطلبيوکې  اويا مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري.
په شرايطوبرابر هغوصرافانو اوتجارتي بانکونوته چې پخوايې لس زره  ډالره دتضمين په ډول دافغانستان بانک  د بازار دعملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړي دي؛  بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي. له ټولو برخه والو څخه غوښتنه کيږي چې د داوطلبي فورمې  دليلام دورځو دسهار په نهو بجو دبازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي او په نهونيمو بجو دې بيرته وسپاري .
هغه صرافان  چې تراوسه پورې يې لس زره ډالره  تضمين په ليلامونوکې دګډون په مقصد نه دې تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي  څخه يوه ورځ مخکې  دخپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته