امنیت

په ننګرهارکې طالبانو او داعشيانو ته د سر زيانونه

کابل/ د لړم لومړۍ/باختر
په ننګرهارکې په هوايي بريدونوکې طالبانو او داعشيانو ته د سر زيانونه اوښتي دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې: ناټو او د هېواد هوايي ځواکونو دغه بريدونه له تېرې شپې تر نن سهار پورې د ننګرهار په ځينو سيموکې د ډار اچوونکو پر سنګرونو ترسره کړل.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په بريدونوکې د داعش او طالبانو ډلو ٢٠ تنه غړي وژل شوي او لسګونه نور يې ټپيان شوي دي.
هغه وويل چې په بريدونوکې همدارنګه د وسله والو طالبانو څو مرکزونه او پټنځايونه  هم له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه تللي دي.
له بلې خوا د ننګرهار سيمه ييز مسوولين وايي چې د طالبانو او داعشيانو پر سنګرونو هوايي بريدونو تر يوې اندازې د دغو ډار اچوونکو ډلوجنګي توان کمزورى کړى دى.
د يو بل خبر له مخې:
په ننګرهارکې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
پوليسو نن سهار د جلال آباد ښار په عمومي واټ او په مومند درې او اچين ولسواليوکې ٨ ماينونه کشف او شنډ کړل.
تر اوسه د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم- سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته