نړۍ

دازبکستان داسلامي تحريک يو ستر غړي ونيول شو

کابل باختر  دلړم  شپاړسمه
دازبکستان  داسلامي تحريک  دتروريستي سازمان يومشهور غړي دافغانستان په شمال کې په پوځي عملياتو کې ونيول شو .
دغه غړي چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى نن سهار کله چې دکندز ولايت په مربوطاتوکې په تروريستي فعاليتونوبوخت و ، دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا پرې بريد وشو اوونيول شو .
باختر اژانس  دناټوديوې خبرپاڼې له  خولې خبر راکړ چې دازبکستان داسلامي تحريک دغه  مهم غړي  دافغانستان په شمال  په تيره بيا  په کندز ولايت کې جګړه مارو ته  دجنګي وسايلو دبرابرولو او دځينو تروريستي بريدونو درهبري مسووليت  درلود .
په دې خبرپاڼه کې  په دغه غړي په افغان او ناټو پوځيانو او په ملکي وګړو دلسګونو تروريستي بريدونو  دترسره کولو تور لګول شوى دى .
ويل کيږي چې دازبکستان داسلامي تحريک  ددغه مهم غړي دنيولو په بهير کې ددغه سازمان يو جګړه مار  هم نيول شوى دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته