کابلباختردميزان ٧
دبهرنيو چارو د وزارت ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې نيويارک ته دبهرنيو چارو د وزير ډاکترزلمي رسول دسفراو د ملګرو ملتو دسازمان د عمومي ټولنې داته شپيتمې غونډې ترڅنګ د هغه دکتنو دنتيجو په باب خبريالانو ته معلومات ورکړل .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې : دبهرنيوچارو وزير د ملګروملتو دسازمان په عمومي ټولنه کې د وينا او د سي ان ان ، الجزيرې او بي بي سي له رسنيو سره د مرکو ترڅنګ دملګرو ملتو دسازمان له سرمنشي بان کي مون ، دامريکا دبهرنيو چارو له وزير جان کري ، دايران د بهرنيو چارو له وزير جوادظريف اودچين ،ايټاليا ، دنمارک ،استراليا،سويډن ، هنګري او د ترکيې دهيوادونو دبهرنيو چارو له وزيرانو اوديوشميرنورو هيوادونو له استازو سره يې ددوه اړخيزواړيکو، اقتصادي ، تجارتي ، سياسي او فرهنګي اړيکو د ودې په باب ديوشمير نورو هيوادونو له استا زو سره يې جلا جلا کتنې وکړې .
دده دڅرګندونو له مخې: دبهرنيو چارو وزير دافغانستان ، پاکستان او بريتانيا
په درې اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ او دافغانستان اوپاکستان د اړيکو، سولې اوپه افغانستان کې دسولې له بهيرسره دپاکستان د ملاتړ په باب خبرې اترې وکړې.
دبهرنيو چارودوزارت ويندوى زياته کړه ،چې دبهرنيوچارو وزير دآسيادتحقيقاتي ټولنې د مرکز په غونډه کې ګډون او وينا وکړه اود افغانستان ديوې لسيزې برياليتوبونه يې بيان کړل او ويې ويل افغانستان اوس دثبات ،پرمختيااوسولې په لورروان دى .
دبهرنيو چارو د وزارت ويندوى دغه راز وويل : د لړم په مياشت کې دافغانستان ، پاکستان او د بريتانيا دمشرانو درې اړخيزه غونډه په لندن کې جوړيږي .
0 1 دقیقه لوستل