امنیت

دملي دفاع وزارت دسيګار څرګندونې ردې کړې .

کابل باختر د ثور   ١٢:
دملي دفاع  وزارت وياند وايي چې دملي اردو دځواکونو دتلفاتو په باب  خپاره شوې  شميرنې  سم نه دي . 
دملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري ددفاعي ځواکونو دمحاربوي فعاليتونو  ، دفساد دله منځه وړلو  او په  دفاعي بنسټونو کې دتلفاتو دمخنيوي په باب  باختراژانس ته وويل : دملي دفاع وزارت  دافغانستان ددښمنانو دځپلو په لاره کې دمحاربوي احضاراتو  د لوړولواو دداسې شرايطو  درامنځته کولو  په خاطر  چې زموږ دهېواد خلک وکولى شي  ښه امنيت ولري او دثبات په لور ګام واخلي  فعاليت کوي .
دملي دفاع وزارت مشرتابه  دغه هدف ته  درسيدو په خاطر له فساد سره  په مبارزه کې  زياتې هلې ځلې کوي  اوپه دې برخه کې  يې  زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي دي . او هوډمن دى دخپلو اړوندو وروستيو قدمو پورې  دبيلابيلو ټاکنو له دې جملې څخه  دجګړې دښه مديريت  او له موجودې تکنالوژۍ  څخه داستفادې لپاره  دبيلابيلو کدرونو په بدلون کې په هوډمن ډول  دټولو منفي  مواردو دجرړو په ايستلو بريالى شي .
  دتيرکال په بهير او اوس دبغلان ، تخار ، پکتيا ، هلمند ، فراه ، ننګرهاراو دکندز په ولايتونوکې دافغانستان ددفاعي ځواکونو برياليتوبونه او لويو ښارونو ته دغځيدلې لارو دپرانست ساتلو، مخالفو ډلو ته  د زياتو تلفاتو داړولو ، ددښمنانو د سوق او ادارې  د مرکزونو  دويجاړولو ، دماين جوړولو دفابريکو دويجاړولو ، نشه يي توکو په لمنځه وړلو، دمحاربوي او شپنيو عملياتو په زياتوالي سره  چې دهېواد دځمکني بشپرتيا او ملي واکمنۍ ددفاع په لاره کې ترسره کړي دي  ديادونې وړ دي .
دملي اردو دځواکونو  دسر زيان  چې دافغانستان دجغرافيا په دفاع کې  هلې ځلې  اوسرښندنې کوي له بده مرغه  د ٢٠١٤ کال په نسبت  محسوس دى . خو څرنګه چې  شميرنې  له بيلابيلو مراجعو څخه  خپاره شوي دي  دقيق نه دي .
دغه راز ټولو ته معلومه ده چې دهېواد لويې لارې دترافيکو پرمخ پرانستي دي دهېواد څلور ديرش ولايتونه له نهو ولسواليو پرته  دهېواد ټولې  ولسوالۍ دقانون ترواکمنۍ لاندې دي او دافغانستان دولت  دخلکو دژوندانه  په بيلابيلو برخو کې پرمختياوو ته  دوام ورکوي .
له دې امله هغه فيصدى  چې کله ناکله  له بيلابيلو مراجعو څخه خپريږي  له واقعيت سره  مطابقت نه لري .
دملي دفاع وزارت هوډمن دى   چې د ډار اچوونکو اودهغو له ملاتړو سره  په مبارزه کې دخپلو موجودو ظرفيتونو په استعمالولو سره په دوديز ډول  خپل رسالت  ترسره  کړي . او دافغانستان خلکو ته  دزيات امنيت او ثبات  شرايط برابر کړي . 
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې سيګار يا دامريکا  دمرکزي پلټنې اداره  په خپل نوې  رپوټ کې دافغان امنيتي او دفاعي ځواکونو دتلفاتو دزياتوالي له امله انديښنه  څرګنده کړې ده او هغه يې  ټکان ورکوونکې بللى دى .  دغه اداره ادعا کړې ده چې يوازې دروان کال په لومړيو شپږو اوونيو کې اته سوه اووه تنه افغان پوځيان له ډار اچوونکو سره په جګړو کې وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته