کابل باختر دمرغومي اوولسمه :
هغه ماشوم چې وسله والو طالبانو غوښتل له هغه څخه ځانمرګي بريدګر جوړ کړي دميدان وردګو په ولايت کې وژغورل شو .
وسله والو طالبانو دغه ماشوم دکابل ښار دکمپنۍ له ساحې څخه تښتولى و او دځانمرګي بريد دلارو چارو دزده کړې لپاره يې ميدان وردګو ته بيولى و .
دميدان وردګو ولايت دپوليسو يوه مقام باختراژانس ته وويل چې امنيتي مامورانو دغه ماشوم ددغه ولايت په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو له منګولو څخه وژغوره .
ده وويل: وسله والو طالبانو غوښتل چې دغه ماشوم ته د ځانمرګي بريد لارې چارې زده کړي .
تراوسه پورې ددغه ماشوم دژغورنې دڅرنګوالې په باره کې څه نه دي ويلي .
ويل کيږي چې دغه ماشوم به په کابل کې کورنۍ ته يې وسپارل شي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل