فرهنګ

پوهاند محمد رسول باوري: د هنر جشن بايد په پرتمين ډول ترسره شي

 کابل / د وږي ٤ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ، نن (د هنر جشن د ترسره کولو کمېسيون) غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د هنر جشن د ترسره کولو د څرنګوالي، امکاناتو، بودجې، د دندو د وېشلو او د جشن د ځاى او وخت په اړه خبرې وشوې.
دغه راز په غونډه کې د کمېسيون غړيو د دغه جشن د لا ښه ترسره کولو په خاطر خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل او ټينګار وشو چې په وروستۍ غونډه کې د دغه کمېسيون بېلابېلې کمېټې په دې برخه کې خپلې مشخصې طرحې وړاندې کړي.
په همدې ترتيب په غونډه کې تصميم ونيول شو چې د جشن د ترسره کولو بودجه، د پيشنهادي کمېسيون له لوري جمهوري رياست ته وړاندې شي.
پوهاند باوري د دې ترڅنګ چې د کمېسيون د کار بهير د چټکتيا غوښتنه وکړه، ټينګار يې وکړ چې د هنر جشن بايد په پرتمين ډول ترسره شي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته