سیاست

جمهوررئیس غني د امریکا د پوځ‎ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان خپل حضور ته ومانه

کابل باختردلړم دمياشتې٨نيټه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د امریکا دمتحدوایالتونو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جوزف ووټل پرون مازیګر په ارګ کې خپل حضور ته ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دى کتنه کې دواړو لورو د سولې د بین الافغاني مذاکراتو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او لا پیاوړتیا، په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو بهیر، تروریزم سره د ګډې مبارزې او د جنوبي اسیا لپاره د امریکا دمتحدو ایالتونو د ستراتیژۍ د اغېزو په اړه خبرې وکړې.
جنرال ووټل، جمهور رئیس او د افغانستان خلکو ته د قندهار د تروریستي پېښې په اړه د غمشریکۍ ترڅنګ د ولسي جرګې ټاکنو د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله او د ټاکنو د امنیت د ښه تامین په برخه کې یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هلې ځلې وستایلې او جمهور رئیس ته یې ډاډ ورکړچې د امریکا دولت به د نړیوال ستراتیژیک متحد په توګه د افغانستان دولت او خلکو سره پاتې شي.
جمهور رئیس غني د جنرال ووټل د غمشریکۍ او ملاتړ قدرداني وکړه او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې یې د امریکا دمتحدو ایالتونو همکارۍ وستایلې.
جمهوررئیس زیاته کړه، د سولې لپاره په ملي، منطقوي، بین المللي او د اسلامي هېوادونو په کچه اجماع رامنځته شوې ده او موږ د هر هغه اقدام چې په افغانستان کې دبین الافغاني مذاکراتو د پیل او د باعزته او تلپاتې سولې لامل شي، هرکلی کوو.
#پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته