کابل / د کب ۲۴ مه / باختر
د هلمند د نادعلي ولسوالي په ماتکي سیمه کې څاه ته لویدلی ماشوم ځایي خلکو ژغورلی دی.
پرون د نادعلي په ماتکي سیمه کې یو ماشوم ۸۰ متره ژورې څاه ته لویدلی خو ځايي خلکو ژغورلی او روغتیا يې د ډاډ وړ ښودل شوې ده.
دا په داسې حال کې دوې اوونۍ مخکې هم د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې یو ماشوم څاه ته لوېدلی و او ژوند یې له لاسه ورکړی و.
ن/ر