ټولنه

دبشر دحقوقو تامينول سخته لاره خو امکان منوونکې

کابل باختر  دغبرګولي  نولسمه :
دافغانستان دبشر دحقوقو کميسيون په هېواد کې دبشري  حقوقو په لړځنده حالت کې دخپل جوړيدو پنځلسمه کاليزه ونمانځله . 
دباختراژانس مفسر ليکي ، پنځلس کاله مخکې په افغانستان کې  دبشر دحقوقو کميسيون داساسي قانون د ٥٨ مادې پربنسټ  چې صراحت لري ( دولت په افغانستان کې دبشر دحقوقو په رعايتولو دڅارنې او دهغو دملاتړ په موخه  دافغانستان دبشر دحقوقو  کميسيون جوړوي )  جوړ شو .
  ددغې کميسيون دجوړولو په باب تصميم ټيک هغه وخت ونيول شو چې  افغانستان نوى دطالبانو دمتحجر  حکومت له واکمنۍ  څخه چې کولاى شو هغه دپاکستان پټ اشغال هم  وبولو ، خلاصون موندلى و .
هغه درد او کړاوچې خلکو له دغې ياغي ، بې سوادې او بې شرمې ډلې څخه زغملى  و بيا رغاونې او پټۍ لګولو ته اړتيا لرله او داکار هغه وخت  امکان منوونکى وچې خلکو بايد په يوه  پرانستې  مدني ټولنه کې ملاتړ لرلى چې دځان غوښتنو خپل سريو اوله  قانون څخه دسرغړونې په وړاندې هغه هم دافغانستان په دوديزه ټولنه کې دهغو ملاتړ وکړي .
په افغانستان کې دبشر دحقوقو خپلواک کميسيون په دغه شان يوې وګړنۍ هيلې سره خپل کار پيل کړ ، دولت او نړيوالې ټولنې له دغه کميسيون سره دمادي او معنوي ملاتړ ژمنه وکړه .
دکميسيون دکار پيل په دغه هېواد کې له نوي دموکراسۍ  سره يوځاى وچې دقانون دواکمنۍ ټينګښت  له ناوړو دودونو سره مبارزه ،  دعدالت دتامينولو له قانون  څخه دتيښتې  دپاى ته رسولو او دمدني فعاليتونو دپراخ بنسټه کيدو زيرۍ ورکاوه خو له زياتو هڅو سره سره ، اوس هم افغانستان ديو داسې هېواد په توګه پاتې شو چې له بشري  حقوقو څخه د ډيرو زياتو سرغړونو ډګر دى  او اوس هم دغه هېواد په دې نه دى بريالى شوى چې ناوړه دودونه او رواجونه  ، قبيلوي مفکورې ،  نارينه سالارى  او له قانون څخه  تيښته پاى ته ورسوي او قانون محوري پلې کړي .
دافغانستان دبشر دحقوقو کميسيون چې بايد ددولت ددغو ژمنو  دځينو برخو پروګرام جوړ کړى  وي او دهغو دتحقق  لپاره يې زمينه برابره  کړې واى هم کار يې دومره بريالى نه دى او  په افغانستان کې دبشري حقوقو حالت هماغه شان لړځنده  او له انديښنې  ډک دى او موږ  په افغانستان کې په بيلابيلوبرخو کې له انساني  حقوقو څخه دپراخو سرغړونو شاهدان يو چې دافغانستان دبشر دحقوقو کميسيون او هغه نور بنسټونه چې ددغې داعې ساتنه کوي ، په دې کار اعتراف کړى دى .
سره له دې چې ددغه کميسيون مسوولين سياسي ، اقتصادي او تولنيزې  مسئلې اوځينې  نورې مسئلې دهدفمند کار دلارې پرسر اساسي چلنجونه  دځان په وړاندې بولي خو دمدني ټولنې يوشمير فعالان ،سياسي کارپوهان او دنظام انتقاد کوونکي سره له دې چې دبشر دحقوقو په وړاندې  ددغه شان چلنجونو شتون نه ردوي خو دې ته  اشاره کوي چې په کميسيون کې داداري فساد شتون ، قومي مفکورې ، کمزورى  مديريت او ځينو نورو مواردو له دغه کميسيون څخه زياتره  امکانات او ظرفيتونه اخستي دي .
په دې کې شک نشته په داسې هېواد کې چې خاض عرف اوعنعنات قبيلوي  دودونه ، نارينه سالاري  ، له قانون  څخه سرغړونه ټوپک او زور واکمن وي دوسلو ليږدونې ديو عادت په توګه  تاوتريخوالي او جګړې دخلکو روان ستړى کړى وي او دمدني فعاليتونولپاره زغم شتون ونه لري او زياتره خلک  دمعاصر سواد او دديني سواد له بې وزلي  سره مخامخ وي ،   نه شو کولاى په بشپړ ډول  دبشري حقوقو دموازينو دتحقق خبرې وکړو خو دغه موارد هم نه شي کولاى موږ ته برائت  راکړي .
ځکه  دنړۍ زياترو هېوادونو خپلې ډيرې پيچلې اوکړکيچن  مسئلې په هغې ژمنې او درايت سره چې لرل  يې حل کړي هغوى ځان دهغو ستونزو او ناخوالو ترشاچې ددوى په ټولنو کې واکمنې  وې ، پټ نه کړ  ځکه ددغه شان ستونزو دحل کولو لپاره موظف  کړى شوي و خو  په افغانستان کې مخکې  له دې چې دستونزو  حل کولو ته پاملرنه وشي له دغو ستونزو څخه دبرائت  د ترلاسه کولو لپاره لارې چارې لټول کيږي .
دبشر دحقوقو له کميسيون څخه هيلې دادي چې خپل کار پراخ کړي او خپل نوي کاري کال په نويو ژمنو سره پيل کړي په داسې ډول چې دبشر له حقوقو څخه دسرغړونې  په اړوند په کال  کې ديو يا دوو رپوټونو په وړاندې کولو سره بسوالى ونه کړي يواځې غندل او شعار ورکول ، کافي نه دي .
په افغانستان کې دبشري حقوقو حالت  په تيره بيا دښځو  او  ماشومانو  حقوقي حالت  سخت دردونکى دى چې څيړنه يې زيات کار او پياوړې ژمنې ته اړتيا لري . دغه کميسيون  دې بايد دبشر دحقوقو دسرغړونې له شتو عواملو سره دمقابلې لپاره  په کاري څرګند لرليد سره مقابله وکړي .
په افغانستان کې دبشر دحقوقو تحقق او پراخ بنسټه کول سخته لاره ده خو وهل يې   امکان منوونکي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته