کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
وسله والو طالبانو په قوش تيپه ولسوالۍ کې دوه ورونه په ډزو سره ووژل .
د جوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالحفيظ خاشي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو ددغه ولايت د قوش تيپې ولسوالۍ په چقمه چقرکلي کې دوه ملکي ورونه په ډزو سره ووژل .
ويل کيږي يو ورور چې دخپلو ماشومانو د راوړلو لپاره دغې سيمې ته تللى و دوسله والو طالبانو له خوا وژل شوى و کله چې دويم ورور د پيښې په خبريدو سره دخپل ورور د ليږدونې لپاره سيمې ته لاړ؛ وسله والوطالبانو هغه هم په ډزو سره وواژه .
د سيمې يوشمېر اوسيدونکي وايي چې دغه کسان دداعش غړي وو او دغه دوه ورونه يې دولت ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي .
1 1 دقیقه لوستل