
انقره باختر د مرغومي شپږ ويشتمه :
د ترکيې جمهور رييس رجب طيب اردوغان خبر دارى ورکړى دى چې، هغه ځواکونه چې امريکا غواړي له سوريې سره يې د دغه هېواد په پوله کې جوړ کړي له منځه وړي .
د ترکيي جمهور رييس پرون وويل ترکيه به د سوريې د دموکراتيکو ځوانانو د روزنې او د دغو سرحدي ځواکونو جوړول له منځه يوسي .
ده دغه ځواکونه دترور پوځ وبلل . ترکيه په سوريه کې دکردي پوځي مليشو ځواکونه د ترکيې د کردستان دکارګرانو په ګوند پورې تړلې بولي چې کلونه کلونه کېږي د خپلواکۍ د غوښتنې لپاره له مرکزي حکومت سره جنګيږي .
ترکيه د خلکو پوځي مدافع قطعات تروريستان بولي خو امريکا دغه نظر نه مني . او دغه ځواکونه له داعش سره د جګړې په خاطر حياتي بولي .
ختم_ ج _ اکرم