چاريکار باختر دوري دمياشتې ١٥ نيټه :
٢١٥ کيلوګرامه چرس نن په پروان ولايت کې کشف اوضبط شول.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمدعالم مخلص دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ چې ٢١٥ کيلوګرامه اوومه چرس د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د منسوبانوله خوا د جبل السراج ولسوالۍ د جوي بخشي په ساحه کې په يوه بار وړونکي موټر کې چې د هېواد له شمال څخه دکابل په لور لېږدول کيدل ، کشف اوضبط شول.
مخلص زياته کړه چې پوليسو د دغو توکو د لېږدونې په اړوند موټر چلوونکى هم نيولى دى. پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ