نړۍ

په شمالي وزيرستان کې د بې پيلوټه امريکايي الوتکې په بريدکې لس تنه ووژل شول

پيښور دي نيوز – باختر د تلې دمياشتې ٢
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې په نننى بريد کې څه ناڅه لس تنه ووژل شول چې په وژل شويوکسانوکې يو شمېر بهرني اتباع هم شامل دي .
د دي نيوز د خبري سايت دخبرله مخې: په دې بريدکې د شمالي وزيرستان په الواره مندي ناحيه کې يوه ليږدونکې واسطه هدف ګرځيدلې ده.
پاکستاني پوځيانو د روان کال د غبرګولي په مياشت کې د پوځي مليشو پرخلاف او په شمالي وزيرستان کې د هغوى د پنځيو ډله منځه وړلو لپاره عمليات پيل کړل چې لا تراوسه پورې دوام لري.
د  روانې اوونۍ د دوشنبې او سه شنبې په ورځو هم د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د هوايي بريدونو خبر ورکړ شوى و چې له امله يې څه ناڅه څلويښت تنه ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته