خبرونهنړۍ

اروپايي پولیس وايي د نشه‌ يي توکو یوه ستره مافیا یې شنډه کړې

بهرنۍ رسنۍ، د لېندۍ ۸مه، باختر

اروپايي پولیسو د نشه يي توکو یوه ستره مافیا ‘سوپر کارتل’ چې اروپا ته یې د یو پر درېیمه برخه نشه يي توکو کنټرول لاس کې و، شنډه کړې ده.

د اروپايي پولیسو اژانس ‘یوروپول’ ویلي د دې مافیا خلاف یې په شپږ هېوادونو کې د ‘صحرا رڼا’ په نوم عملیات کړي چې ۴۹ کسان په کې نیول شوي‌ دي.

د دوی په خبره په دوی کې یو بریتانوی وګړی هم شامل دی چې د دې مافیا د مشرۍ شک پرې کېږي.

یوروپول یوه اعلامیه کې ویلي‌ چې د ‘صحرا رڼا’ عملیاتو کې د اسپانیا، فرانسې، بلجیم، نیدرلنډز او متحدو عربي اماراتو چارواکو په ګډ کار سره دا مافیا له پښو غورځولې ده.

د اروپايي پولیسو آژانس په وینا د تېرو دوو کلونو پلټنو په ترڅ کې یې له ۳۰ ټنو ډېر نشه يي توکي‌ نیولي‌ دي.

په نیول شویو کسانو کې “شپږ د لوړ ارزښت اهداف” بلل شوي چې ویل کېږي نړیوالو پولیسو یې لټون کاوه.

یوروپول ویلي د نشه‌ یي توکو د مافیا دغو مشرانو یو داسې جرمي شبکه رامنځ ته کړې وه چې په پراخه کچه د نشه‌ یي توکو قاچاق او پیسو سپینولو کې ښکېل وه.‌دوی د دې مافیا د نشه‌ یي توکو فعالیت ډېر ستر بللی دی.

یوروپول وايي څېړنو کې ډېر تمرکز پر هغو نشه يي توکو و چې له سویلي امریکا د نیدرلنډز له لارې واردېدل او اکثریت کسان هم د ۲۰۲۱ کال اوږدو کې نیول شوي دي.

هالنډي پولیسو څه موده وړاندې هم د نشه‌يي توکو د یوې سترې ډلې د نیولو خبر ورکړی و.

پاتې کسان د روانې نومبر میاشتې له ۸مې تر ۱۹مې پورې په شپږو یادو شویو هېوادونو کې په همغږو عملیاتو کې نیول شوي.

د اروپايي پولیسو اژانس پر یوټیوب یوه خپره شوې ویډیو کې څارونکي په داسې کورونو کې د پلټنې او تالاشۍ په حال کې لیدل کېږي چې له ګرانبیه موټرونو ډک دي، خو دا لا روښانه نه ده چې په دغو عملیاتو کې شتمني هم ضبط شوې که څنګه.‌

د یوروپول په وینا‌ متحدو عربي اماراتو سره یوه نوي تړون دې ته لار پرانیسته چې د دوی څارونکي‌ اطلاعاتو ته لاسرسی ومومي او مجرمان یو په یو ونیسي.

د یوروپول یوې ناپېژانده سرچینې اې. اېف. پي خبري‌ آژانس ته ویلي په نیول شویو کسانو کې یو داسې هالنډی وګړی هم شامل دی چې د دغه هېواد د جرمونو نړۍ له پاچا ‘رضوان تاغي’ سره یې اړیکې درلودې.

د دغه سړي په اړه ویل شوي چې په پراخه کچه د نشه‌ يي توکو په قاچاق او پیسو سپینولو تورن دی او هالنډي څارنوالانو ویلي چې له متحدو عربي اماراتو به وغواړي چې دوی ته یې وسپاري.

څېړونکي وايي د تېرې لسیزې مالومات ښيي چې اروپا کې نشه يي توکو ته لاسرسی کال په کال ډېر شوی.

دا په داسې حال کې ده چې اسپانوي پولیسو د روانې میاشتې لومړیو کې په بېلابېلو سیمو کې چاپې واچولې او د چرسو داسې سترې زېرمې یې کشف کړې چې پخوا یې بېلګه نه وه لیدل شوې.

بهیر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا