اقتصاد

په غور کې د زعفرانو د کرکيلې د رواجولو لپاره هڅې دوام لري

کابل / د زمري ۱۲مه / باختر
په غور کې د زعفرانو د کرکيلې او توليد د زياتوالي او رواجولو لپاره هڅې دوام لري.
د دغه پروګرام په اډانه کې د غور د ځينو سيمو د زعفرانو ٣٠ کروندګر په يو ورکشاپ کې تر روزنې لاندې ونيول شول.
د غور د کرنې رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د زعفرانو دغه کروندګر د کرکيلې نوې لارې چارې او د زعفرانو د راټولولو او بسته بندۍ لارې چارې زده کوي.
د کرنې چارو کارپوهانو په يوه نوى څېړنه کې ادعا کړې ده چې د غور هوا او اوبه د زعفرانو د کرکيلي لپاره مناسبه ده.
زعفران يو قيمتي بوټى دى چې په نړۍ کې د درملو په توليد کې کارول کېږي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته