امنیت

د ملګرو ملتو سازمان: په تيرو نهو مياشتوکې په افغانستان کې٢٦٤٠تنه ملکي وګړي وژل شوي دي

_ کابل باختردتلې د مياشتې ٢٢ نيټه  :
د ملګرو ملتو سازمان د افغانستان په جګړه کې د ملکي وګړو د وژل کيدو  د دوام له امله انديښنه څرګنده کړې ده او يوځل بيا يې په جګړوکې له ښکيلو لورو څخه غوښتي دي چې په جنګي شخړوکې دې دملکي وګړو حقوق رعايت کړي.
د باختر آژانس دخبرله مخې:
د ملګرو ملتو سازمان په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژل کيدو په برخه کې په خپل نوي رپوټ کې په دغه هېوادکې د ملکي وګړو د سر د زيان  د زياتوالي له امله د انديښنې په څو ګندولو سره وايي چې د روان عيسوي کال په لومړيو نهه مياشتوکې ٢٦٤٠ تنه ملکي وګړي په افغانستان کې  وژل شوي او ٥٣٧٩ تنه نور ټپيان شوي دي .
په دې رپوټ کې ويل شوي دي چې په دغه هېوادکې د ملکي وګړو د سر د زيان په سلوکې ٦٤ مسووليت  د دولت  ضد عناصرو پورې او په سلوکې دشلو مسووليت د افغانستان په حکومت پورې په اړوندو ځواکونو پورې اړه لري.
د ملګرو ملتو د سازمان د رپوټ له مخې: که څه هم په افغانستان کې د ملکي وګړو د سر د زيان شمېر د تېرکال د لومړيو نهو مياشتو په پرتله په سلوکې شپږ کم شوى دى، خو د بهرنيو ځواکونو او د افغان هوايي ځواکونو په بريدونوکې دملکي وګړو د سر د زيان شمېر په سلوکې پنځوس لوړ شوى دى.
په رپوټ کې ويل شوي دي: د تېرکال په لومړيو نهو مياشتوکې د هوايي بريدونو له امله څه نا څه  ٢٠٥ تنه ملکي وګړي چې له دريو برخو څخه دوه برخې يې ښځې او ماشومان وو؛  وژل شوي دي.
د ملکي وګړو د سر زيان تل د افغانستان په روانو دښمنيوکې د خبرو وړ يوه مسئله ده. سره له دې چې د ملګرو ملتو د سازمان وروستۍ څيړنې وسله وال طالبان او نورې تروريستي ډلې په افغانستان کې په سلوکې د ٦٤ ملکي وګړو  د وژنې عامل بولي؛ خو د هېواد د خلکو او د پوځي کارکوونکو باور دا دى چې  د ملکي وګړو په وژنه کې د طالبانو ونډه له هغه شمېر څخه څو برابره لوړه ده چې ملګري ملتونه وايي.
طالبان په هره تروريستي پيښه کې چې پيدا کوي يې؛ په بېرحمانه ډول د ملکي وګړو د وژنې سبب شوي دي.
په کابل کې د زنبق د څلور لارې پيښه د تروريستي ډلو د دغو وحشي ګريو بېلګه ده چې له امله يې څه ناڅه  دوه سوه تنه شهيدان شول.
د کابل په امام زمان جومات بريد، د کانونو او پټروليم وزارت د کارکوونکو د سپرلۍ په موټر بريد او د هرات د جواديه جومات په لمونځ کوونکو بريد د هغو جنايتونو بېلګې دي چې طالبان او نورې تروريستي ډلې يې عاملين دي چې ملکي وګړو ته د سر د زيان د اوښتوسبب شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيرى هم په همدې  عقيده دى چې د ملکي وکړو د سر د زيان اصلي مسووليت د ډار اچوونکو پر اوږو دى.
دوى په قصدي ډول د استوګنې په سيموکې سنګرونه نيسي او له ملکي وګړو څخه د ډال په توګه کاراخلي .
سياسي کارپوهان په دې باور دي چې يوازې د رپوټونو وړاندې کول نه شي کولاى  د ستونزو غوټه خلاصه کړي.
د ملګرو ملتو سازمان تل د ملکي وګړو د سر د زيان په برخه کې د رپوټ په خپرولو بسوالى کړى دى. سمه به وي چې دغه سازمان د طالبانو او د نورو تروريستي ډلو د ګواښلو لارې چارې هم ولټوي چې دغه ډلې د ملکي وګړو له وژنې څخه لاس واخلي .
پاى  شکريه ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته