سیاست

ازبکستان په افغانستان کې د سولې د هلوځلو ملاتړکوي

کابل د وږي ۲۳ باختر
د ملي مصالحې د عالي شورا رییس ډاکټرعبدالله عبدالله د افغانستان د سولې د خبرواترو د پیلېدو د پرانستلو د غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهوررییس له ځانګړي استازی عصمت الله ارګاشف سره په دوحه کې په خپله آستوګنځي کې وکتل .
د باخترآژانس د خبرله مخې ، په دې کتنه کې د ملي مصالحې د عالي شورا رییس له سولې څخه د ازبکستان له همیشنۍ ملاتړڅخه قدرداني وکړه او هیله څرګنده کړه چې د کورنيو او سیمه ییزو په ملاتړسره د سولې خبرې اترې نتیجه ورکړي .
د افغانستان په چارو کې د ازبکستان ځانګړی استازی د خوښۍ په ځرګندونې سره د سولې د خبرو اترو په پیلېدوسره وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې ملاتړکوي اوهیله من دی چې د سولې خبرې اترې نتیجه ورکړي او په سیمه کې د همکاریواو تجارتي اواقتصادي د پراختیا نوي فصل پیل شي . ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته