امنیت

په بادغيس کې ددوو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د  وږي  پنځه ويشتمه :
دوه تنه وسله وال طالبان چې دملي اردو پرپوستې يې دبريد نيت درلود پرون په بادغيس ولايت کې دملي اردو دځواکونو دمقاومت له امله ووژل شول او يوتن بل يې ټپي شو .
دبادغيس ولايت دظفر دقول اردو دلوا قوماندان باختراژانس ته وويل:  وسله والو طالبانو دبادغيس  ولايت په کابچه سيمه کې  پر پوستې دبريد نيت درلود چې له امله يې  ديوه قوماندان په ګډون دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
  يوه اړونده خبرځاى  وويل دملي اردو يوسرتيرى هم شهيد شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته