سیاست

احمد ضيا مسعود دغاليو دتوليدونکو اتحاديو له غړو سره وکتل

کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ٢٠ :  داصلاحاتو اودښې حکومتوالۍ په چارو کې  د جمهور رئيس فوق العاده  استازي احمدضيامسعود دغاليو دتوليدونکو اوصادرونکو اتحاديې   له غړو سره وکتل   .    د جمهوررئيس دفوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې ددغې اتحاديې  غړو خپلې ستونزې  د جمهوررئيس له فوق
العاده استازي سره  شريکې کړې
په دې کتنه کې ددغې اتحاديې غړو  غوښتنه وکړه  چې دغاليو دسوداګرو  او پانګه والو امنيت دې تامين شي او هغوى ته   دتجارتي ويزې په اجرا کولو کې  دآسانتياو، بانکي ملاتړ ، د مالياتي او بيمې د ټکس دکمښت،  دنندارتونونو په  جوړولو کې دهمکارۍ  اوپه اقتصادي عالي شورا کې  دغړيتوب غوښتنه وکړه .
ددغې اتحاديې دغړو دڅرګندونوله مخې ؛ يونيم مليون تنه په هېواد کې دغاليو په صنعت  کې په کار بوخت دي  چې بايد ددولت له خوا يې ملاتړ وشي.
د جمهوررئيس فوق العاده استازي په دې باب وويل  چې دافغانستان  حکومت هلې ځلې کوي  چې دغاليو دصنعت دودې لپاره  ښې  زمينې برابرې  کړي  چې په هېواد کې  داقتصادي ودې  برابرې شي .
دغه راز د جمهوررئيس فوق العاده استازي  دغاليو دتوليدونکو اوصادرونکو  داتحاديې  له غړو سره ژمنه وکړه چې ددوى ستونزې داړوندو مراجعو له لارې  څيړل  کيږي .           

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته