کابل / د چنګاښ ۹مه / باختر
د اتو ولایتونو ځوانانو د خوست د ملي موزیم آثار نن په آنلاین ډول وکتل او د دغه ولایت د آثارو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دې آنلاین کتنه کې د لوګر، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او هلمند ځوانانو ته د خوست د ملي موزیم آثارو په اړه معلومات ورکړل شول.
له دې وړاندې د بهرنیو هېوادونو اتباعو ته هم د افغانستان آثار په آنلاین ډول ښودل شوی دی.
پای/وصال