ټولنه

حکومت په ننګرهار کې د داعش له خوا ويجاړ شوى جومات بېرته جوړکړ

کابل / د سلواغې دويمه /باختر
په ننګرهار کې هغه جومات چې د داعش په يو خونړۍ بريد کې ويجاړ شوى و، د افغانستان د حکومت په مرسته بېرته جوړ شو .
د داعش ډلې په يو بم اېښودنه کې د هسکې مينې ولسوالۍ په جودرې جومات کې ٧٣ لمونځ کوونکي ووژل او جومات يې ويجاړ کړ .
اوس دغه جومات بېرته جوړ شوى دى .
د ننګرهار د حج اواوقافو د رياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې حکومت د دغه جومات په بيا جوړولو کې ١٣ ميليونه افغانى لګولي دي.
دغه جومات په نږدې راتلونکو ورځوکې ګټې اخستنې ته سپارل کېږي او ويل کېږي چې په يو وخت کې به د زرو لمونځ کوونکو ظرفيت ولري .
د جودرې نوي جومات په فرشونو او د اړتيا وړ په نورو وسايلو سمبال شوى دى اودغه راز د جومات په يوه برخه کې د اسلامي علومو د زده کړې لپاره يومرکز هم جوړ شوى دى.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته