کابل باختر د وري اوومه :
د قندهار او هلمند په ولايتونو کې دوسايطو ضد يوشمير ماينونه د ملي اردو دځواکونو له خوا کشف اوضبط شول .
دهېواد په جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو ويندوى ډګرمن محمد محسن سلطاني باختراژنس ته وويل: دملي اردو ځواکونو دهلمند ولايت دميوند او نادعلي ولسواليو په ځينو سيموکې په دوو جلا جلا عملياتو کې دوسايطو ضد څلور ماينونه کشف او شنډ کړل
يوه اړونده خبرځاي وويل :دغه ماينونه دورانکارو او تروريستي بريدونو لپاره په دغو سيمو کې ايښودل شوي وو چې له چاودنو مخکې دملي اردو د ځواکونوله خوا کشف اوشنډ کړى شول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ