ورزش

خبريالان او رسنۍ وستايلې شوې

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣
د هيواد کرکټ بورد نن د هيواد يو شمېر رسنۍ وستايلې.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د کرکټ بورد په تالارکې جوړه شوې وه؛ د کرکټ بورد رييس نسيم الله دانش وويل: کرکټ بورد د هيواد له رسنيو څخه چې د کرکټ د ملي ټيم د برياليتوبونو د خبر رسولو په لاره کې رول لوبولى دى؛ مننه کوي او د کرکټ د ورزشکارانو د لوبو او دغه راز د کرکټ د ملي ټيم له برياليتوبونو څخه د خبرونو او رپوټونو خپرول د هيواد د کرکټ د لوبغاړو د ښې هڅونې سبب کيږي او دوى کولاى شي افغانستان ته زياتې وياړنې وګټي.
ده د باختر آژانس د خبريال نجيبې ذهاب او له باختر آژانس رسنۍ څخه قدرداني وکړه او څرګنده يې کړه چې دغه رسنۍ د ورزشي او په تېره بيا د کرکټ د خبرونو د خپرولو په لاره کې د ملي رسنۍ په توګه عمل کړى دى.
دانش زياته کړه چې کرکټ بورد هلې ځلې کړې دي چې خپله بودجه د مرستنديو د مالي مرستو په جلبولو سره پياوړې کړي او په کلنيو لګښتونوکې سپما وکړي.
ده وويل چې په نږدې راتلوونکې د هند له کرکټ بورد سره تفاهم ليک لاسليک کوي او د هغه له مخې به له دې وروسته د هيواد د کرکټ د ملي ټيم لوبې له نورو هيوادونو سره د هند د کرکټ په ډګرونوکې ترسره شي.
د غونډې په پاى کې د ملي له نړيوالو رسنيو يو شمېر خبريالانو ته ستاين ليکونه او د ستاينې لوحې ورکړې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته