نړۍ

د مصر جمهور رييس روسيې ته ورسيد

قاهره   نړيوالي خبري منابع   باخترد وري  دمياشتې  ٢٩ :
د مصر جمهور رييس محمدمرسي نن له روسي مقاماتو سره دخبرو لپاره د تور سمندر په ساحل کې د سوجي بندري ښارته ورسيد.
د همدې خبرله مخې: د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين به سبا له خپل مصري سيال مرسي سره خبرې وکړي .
پوتين او مرسي به ددغې کتنې په بهيرکې د اقتصادي او سوداګرۍ، ګرځندوى اوعلمي همکاريو د دوه اړخيزو موضوعګانوپه باب خبرې وکړي.
د منځنى ختيځ د سولې موضوع او له دغې سيمې څخه د اټومي وسلو د ايستلو په باب د ترسره شويو هلوځلو، د سوريې د بحران او دليبيا مسئله به هغه موضوعګانې  دي چې د مصراو روسيې جمهور رييسان به ورباندې خبرې وکړي.
دمصر او روسيې اړيکې په دې وروستيو کلونو کې پراخې شوې دي.
دواړه هيوادونه دغه راز له اټومي انرژى څخه د سوله ييزې استفادې دمشارکت لپاره علاقمندي څرگنده کړه او په دې اړوند روسيه په مصرکې د اټومي بټۍ د جوړولو لپاره تيارى اعلام کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته