امنیت

په بلخ ولايت کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه

مزارشريف   باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٧ :
د بلخ   ولايت  پوليسو په سړک کې د يو ښخ کړاى  شوي  ماين په  کشف او شنډولو سره نن د يوې چاودنې مخه  ونيوله .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر  او سرپرست   سمونوال عبدالرزاق  قادري دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه ماين دطالبانو له خوا دچمتال ولسوالۍ دپشمه قلعه سړک کې  ځاى پرځاى شوى و  چې  دملي پوليسو ځواکونو د ګزمې په وخت کې هغه  کشف اوشنډکړ .
ده  زياته کړه :  طالبان له امنيتي ځواکونو سره  دمخامخې جګړې توان نلري  او دورانکارو فعاليتونو دترسره کولو لپاره  يوازينۍ لاره    دماينونو ښخول دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل  دا په داسې  حال کې ده  چې يوه ورځ مخکې طالبانو  په چمتال ولسوالۍ ديوه واده په مراسمو کې لاسي بم وغورځاوه . چې دڅوتنو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته