امنیت

امنيتي ځواکونو دطالبانو بريدونه شنډ کړل .

کابل باختر دزمري  پنځمه :
دغور ولايت په  دولينه ولسوالۍ کې تيره شپه  دطالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د غور دوالي وياند عبدالحي خطيبي  باختراژانس ته خبرورکړ دغه جګړه ددولينه ولسوالۍ اړوند په يوه اړونده  سيمه کې ونښته چې درې تنه وسله وال طالبان پکې ووژل شول .
يوه اړوند خبرځاى وويل دغه جګړه په څلورو ولايتونوکې دطالبانو دپوځي مسوول شيخ  ندا محمد  ، مولوي عبدالهادي ، مولوي  محمد ظريف  او ملا علاوالدين  په سرګروپۍ چې  ددولينه ولسوالۍ په مربوطاتو  کې دطالبانو قوماندانان دي ترسره شوه چې دامنيتي ځواکونوله سخت مقاومت سره مخامخ شول او ماتې يې وخوړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته