(PS)خبرونه(PS)سیاست(PS)اقتصادTOP(PS)

اسلامي امارت، د افغانستان د اقتصادي وضعيت په اړه د نړیوال بانک وروستی راپور وستایه

کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت، نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د افغانستان اقتصادي وضعيت په اړه د نړیوال بانک وروستی راپور ستایلی دی.
د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت په اعلامیه کې ویل شوي دي: د افغانستان اقتصادي وضعيت په اړه د نړیوال بانک له لوري د ۲۰۲۳ ميلادي کال د مې مياشتې په ۳۰مه نېټه راپور خپور شوی چې په کې د افغانســـــتان اقتصادي وضعيت په اړه واقعيتونه راغلي دي.
اقتصادي معاونيت، د هېواد د اقتصادي وضعيت په تړاو د منعکس شــــويـو واقعيتونو ستاينه کړې او ویلي یې دي: په راپور کې راغلي واقعيتونه او موضوعات د اقتصادي خوځښت په برخه کې هغه روښانه انځور دی چې ياد بانک نړۍ ته وړاندې کړی دی.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د خوراکي توکو او نفتي موادو بيې راټيټې شوې، د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو ارزښت ثابت پاتې شوی، د صادراتو ترڅنګ د وارداتو او ملي عوايدو کچه هم لوړه شوې ده، د دولتي کارکوونکو معاش پر وخت ورکړل شوي، په هېواد کې دننه د خوراکي توکو تولید لوړ شوی او له بانکونو څخه د پيسو په ايستلو کې اسانتياوې رامنځته شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي دي: د افغانســان اسـلامي امارت په دې باور دی؛ که نړيواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه کړي، نو له شـک پرته افغانستان به په اقتصادي برخه کې نور هم پرمختګ وکړي او بار به يې د نړیوالې ټولنې له اوږو سپک شي.
اعلامیه زیاتوي: که، چيرې د نړیوال بانک په څېر ټول نړيوال ســـازمانونه د افغانستان په اړه نړۍ ته د دغه هېواد واقعي او ریښتنی انځور وړاندې کړي، نو له یو لوري به نړۍ پر حقيقي وضعيت خبره شي او له بل لوري به له اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته لاره هواره شي.
د افغانستان اسلامي امارت پر ټولو نړيوالو سازمانونو او مرستندويو ادارو غږ کړی چې له اسلامي امارت سره د افغانستان په بيارغونه کې لاس ورکړي، ځکه په دې کار سره به د بېکارۍ کچه راټيټه او د هېواد پر اقتصادي وضعيت به لا ډېر مثبت اغېز ولري.
په پای کې، اسلامي امارت له نړیوال بانک څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه د واقعيتونو د خپرولو ترڅنګ، هغه پروژې چې د دغه سازمان له لوري تمويلېدې او اوس يې کارونه نيمګړي پاتې دي؛ بېرته پيل او چارې يې بشپړې کړي.
وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا