سیاستخبرونهTOP

اسلامي امارت به د افغانانو هوساینې لپاره هېڅ راز هڅې درېغ نه کړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د تخار، جوزجان او فاریاب ولایتونو له یو شمېر عالمانو، مشرانو او مجاهدینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې مولوي نورالدین عمیر د نورو په استازیتوب و ویل، په تخار، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی. نوموړي په امنيتي برخو کې د یادو ولایتونو د مسوولینو او مجاهدینو هلې ځلې وستایلې.
مولوي نورالدین عمیر د مجاهدینو ځینې ستونزې او ټولنیز مسایل د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره شریک او په یاو ولایتونو کې یې د ستونزو حل او انکشافي کارونو ته د اسلامي امارت د رهبرۍ ځانګړې پاملرنه وغوښته.
مولوي عبدالسلام حنفي و ویل، چې د اسلامي امارت مسوولین به په خپلو ټولو امکاناتو سره په هیواد کې د امنیت د تامین او وطنوالو د هوساینې لپاره هیڅ راز هڅې دریغ نکړي.
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، له اشغالګرو څخه د هیواد ازادي د برحقه مجاهدینو د سرښندنو او نه ستړي کېدونکې مبارزې او د ګرانو وطنوالو په ګډه همکارۍ ترلاسه شوه. نوموړي دغه راز ژمنه وکړه چې د دغو ولایتونو د مجاهدینو او اوسېدونکو ستونزو ته به رسېدګي وشي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا