کابل- باختر دليندي اتلسمه:
د پوليسو دځواکونو په څو عملياتوکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: افغان امنيتي ځواکونو په تېرو څليرويشتو ساعتوکې د کابل ، ننګرهار ، کاپيسا ، قندهار ، لوګر ، غزني ، خوست ، پکتيا ، فراه او د هلمند ولايتونو په مربوطاتوکې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ونيول شول
په دغو عملياتوکې د دښمن دوه ميله پيکا، دولس کلاشينکوفونه ، او نور جنګي وسايل او دغه راز پنځه موټرسايکلونه هم د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
7 د یوې دقیقې څخه لږ