سیاستخبرونهTOP

اسلامي امارت خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو ته ژمن نظام او په ټولو برخو کې خپل اصول لري

کابل باختر

د افغانستان اسلامي امارت د امریکا له خوا د ښځو د زده کړو د ځنډ په پلمه د اسلامي امارت د مشرانو پر سفرونو د بندیز په غبرګون کې ویلي چې افغانستان یو خپلواک او مستقل هیواد دی او د افغانستان اسلامي امارت د خپلې ارادې خاوند او خپلو دیني او کلتوري ارږښتونو ته ژمن نظام دی.
د اسلامي امارت په اعلامیه کې ویل شوي چې اسلامي امارت د خپل نظام د چلولو لپاره په سیاسي، فرهنګي، اجتماعي، اقتصادي او تعلیمي برخو کې خپل اصول لري او د هغه له مخې د خپل ولس د ژوند د ټولو برخو پر مخ بېول او مشکلات یې حلول خپل مکلفیت بولي؛ نو هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د نظام په کومه برخه کې مداخله وکړي.
اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت د بل هیڅ کوم هیواد په کورنیو موضوعاتو کې مداخله نه کوي، له نورو ټولو لرې او نږدې هېوادونو څخه ورته تعامل خپل حق بولي او غوښتنه ترې کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې امريکا د افغانستان له ملت سره د خواخوږۍ له مخې نه بلکې د نورو اهدافو لپاره ورته پلمې لټوي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا