امنیت

وسله وال طالبان دغورماچ ولسوالۍ له مرکز څخه وتښتيدل

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٣ مه :
؛  وسله وال طالبان اونورې تروريستي ډلې دغورماچ ولسوالۍ له مرکز څخه تښيدلي دي.
دباخترآژانس دخبرله مخې، دغورماچ ولسوال عبدالله واثق نن له رسنيو سره په خبرو کې وويل:   وروسته له هغه  چې هوايي ځواکونو په سيمه کې عمليات پيل کړې  طالبانو مقاومت  ونه کړ  او دولسوالۍ له مرکز څخه وتښتيدل.
ده وويل   د هوايي بريدونو له امله  په لسګونو وسله وال طالبان وژل شوي چې مړي يې دجګړې په ډګر کې پاتې دي.
ده زياته کړه ددغې ولسوالۍ دبشپړنيولو لپاره عمليات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته