سیاستخبرونهTOP

اسلامي امارت خپلو شته امکاناتو ته په کتو هڅه کوي چې د خلکو ستونزې تشخیص او حل کړي

کابل باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د فاریاب ولایت د قیصار او المار ولسوالیو له دیني عالمانو، مشرانو او سپين ږیرو سره وکتل.

په دې کتنه کې مشرانو او سپين ږیرو د دغو دوو ولسوالیو د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او د خلکو د ستونزو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
هغوی د روغتیا، پوهنې، دیني مدرسو او د اوبو د کمښت په برخو کې خپلې ستونزې شریکې کړې او د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه یې وغوښتل چې د دغو ستونزو حل ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي. همدا رنګه یې د یادو ولسوالیو دیني مدرسو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي عالمانو، مشرانو او سپين ږیرو ته وویل، چې د اسلامي امارت مسوولین خپلو شته امکاناتو ته په کتو هڅه کوي چې د خلکو ستونزې تشخیص او حل کړي.
نوموړي د دیني مدرسو په اړه څرګنده کړه، چې د دیني مدرسو تاسیس او پياوړتیا د اسلامي امارت نظام له لومړیتوبونو څخه دي او په دې اړه به ځانګړې پاملرنه وشي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا