امنیت

د تاله او برفک مجاهدينو خپلې امنيتي ستونزې دجمهور رييس له فوق العاده استازي سره شريکې کړې.

-کابل – باختر د کب دمياشتې ١٤
دبغلان ولايت دتاله او برفک ولسوالۍ استازو اوځوانانو نن مازيګر خپلې امنيتي ستونزې داصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د جمهور رييس له فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود سره شريکې کړې.
دجمهور رييس دفوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ دوى په دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو وروستي بريد دغندنې په ترڅ کې له امنيتي او مرکزي مسوولينو څخه يې شکايت وکړ.
دوى وويل چې د تاله او برفک ولسوالۍ يوه کليدي ولسوالۍ ده او دهغه سقوط د باميانو په ولايت او دبغلان ولايت په نورو سيمو د دښمن ديرغل په معنا ده دمجاهدينو استازي وويل چې ددغه ولسوالۍ مجاهدينو په تش لاس دتاله او برفک ولسوالۍ د څلويښت کسيزو پوليسو ملاتړ وکړ خو ملاتړيز ځواکونه له مرکز څخه ونه رسيدل او دغه ولسوالۍ د يوسلوپنځوسو ياغي طالبانو له خوا ونيول شوه.
د اصلاحاتو او دښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود دامنيتي ځواکونو څخه د تاله او برفک ولسوالۍ د اوسيدونکو ملاتړ د ستاينې په ترڅ کې وويل چې په کليو او بانډو کې د امنيت تامينول د خلکو له همکارۍ پرته امکان نه لري.
دجمهور رييس فوق العاده استازي زياته کړه چې داردو ديو کنډک دجوړولو لپاره به د دوى دغوښتنو په باب له امنيتي مسوولينو سره خبرې وکړي دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود دغه راز د سالنګ ولسوالۍ له يو شمير ځوانانو سره په کتنه کې ددغه ولسوالۍ د ځوانانو ستونزې واوريدې او دکارموندنې او زده کړې په برخو کې يې له دوى سره دهمکاري ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته