سیاستخبرونهTOP

اسلامي امارت د اسلامي جزاګانو پر تطبیق نیوکې وغندلې

کابل، د لېندۍ ۱۷مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي جزاګانو پر تطبيق نیوکې په کلکو ټکو وغندلې او هغه کې د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ځینی هېوادونه او بنسټونه لا هم له افغانستان څخه سمه پیژندنه او څېړنه نه لري.

مجاهد زیاته کړې، چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی، تر ۹۹ سلنه ډېر خلک یې مسلمانان دي او د اسلامي قوانینو او نظام د پلي کېدو لپاره یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې، بل پلو په ټوله نړۍ حتی امریکا او اروپا کې د اعدام سزاګانې شتون لري.

سرچینې زیاته کړه، دا چې په افغانستان باندې د اسلامي جزاګانو د تطبیق له امله نیوکې کېږي، څرګندوي چې لا هم ځینې هېوادونه او ټولنې یا خو یې مطالعه او مالومات نیمګړي دي او یا هم له اسلام سره ستونزه لري او د مسلمانانو معتقداتو، قوانینو او داخلی مسایلو ته درناوی نه کوي، چې دا کار د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د غندنې وړ ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په فراه ولایت کې پر یوه قاتل د قصاص شرعي حکم د درې ګونو محکمو تر پرېکړې او د امیرالمومنین تر توشیح وروسته تطبیق شو.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا