امنیت

دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل  باخترد وري دمياشتې  ٥ :
دکورنيو چارو وزارت  خبرځايونه وايي چې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ،  امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ساعتو کې  دکندز ، قندهار ، زابل ، ارزګان، خوست  اودپکتيکا دولايتونو په مربوطاتو کې  چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې دولس تنه  وسله وال طالبان ووژل شول  درې تنه نور يې ټپيان شول او دوه تنه نور يې ونيول شول.
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهيرکې ددښمن دبي ام  – يو  توغندي شپږماينونه ،يوه اندازه سپکې اودرندې وسلې اوپوځي تجهيزات،شل کيلوګرامه  چاوديدونکي توکي اوشل موټرسايکلونه هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې، دوسايطو ضد يوولس ماينونه  چې نوي دوسله والو مخالفينو له خوا دهلمند ، نيمروز اودميدان وردګو دولايتونو په مربوطاتو کې ښخ کړاي شوي  وو دملي پوليسو دمنسوبينو  له خوا ترلاسه اوشنډکړاي شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته