ټولنه

تبصره :

کابل –باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
دکندز ولايت په مربوطاتو کې دلسو تنو مسافرانو وژنه يوه داسې دردونکې کيسه ده چې له يوې خوا دمخالفو وسله والو ډلو دمتحجرو کړنو څرګندوې ده له بله پلوه په امنيتي بنسټونو کې ناخوالې او ګډوډۍ په ډاګه کوي.
دباختر آژانس مفسر ليکي : د روان کال دغبرګولي دمياشتې په يوولسمه نيټه دسه شنبې دورځې په سهار زموږ يو شمير هيواد والو ته دغميزې پيل و چې دتخار او بدخشان ولايتونو ته يې دسفر نيت درلود.
مخالفو وسله والو ډلو چې طالبانو هغه په ځان پورې اړوند بللې دي د کندز ولايت دعلي آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې څو مسافروړونکي موټرونه ودرول او کابو دوه سوه تنه مسافران يې يرغمل کړل اولس تنه يې په ډزو سره ووژل ، اتلس تنه يې له ځان سره بوتلل او نوريې له څيړنو او پوښتنو وروسته هغه هم په خپله خوښه آزاد کړل هغه څه چې دکندز ولايت دعلي آباد ولسوالۍ په اړونده سيمه کې رامنځته شول يوه دردونکې کيسه ده چې ښيي وسله والې مخالفې ډلې په هيڅ معيار پابندې نه دي او په لويو لارو او واټونو کې دملکي وګړو او مسافرانو دمصوونيت په نسبت دپخوا په شان بې پروا دي خو يوه پوښتنه بايد خپل ځواب ترلاسه کړي او طالبان د داسې ډلې په توګه چې په ښکاره ځان د دې هيواد د آزادۍ مدافعان بولي او په اصطلاح ديوه اسلامي حکومت دجوړولو لپاره کارکوي ، بايد ددغې پوښتنې ځواب خلکو ته ورکړي چې دمسافرانو وژنه ، انسان تښتونه او په پاى کې يوه بې وسلې انسان ته زيان رسول څه توجيه لري . او په دې برخه کې ديني ارشادات څه دي . که چيرې وژنه ،انسان تښتونه او ويجاړول دافغانستان دقضيې دحل لاره واى د دې هيواد شخړه کلونه کلونه مخکې حل کيده .
څه دپاسه درې لسيزې کيږي چې افغانستان دجګړې د اور په لمبو کې چې په عمده توګه دبهرنيانو ګټې پکې نغښتې دي کړيږي .
حاصل يې يواځې دا دى چې افغانستان ويجاړشي او په دغه هيواد کې ديتيمانو اوکونډو شمير زيات شي او په پاى کې غرضي هيوادونه خپلو موخو ته ورسيږي.
په دې موده کې هر انسان او په هره ليکه کې چې وژل شوى دى افغان و او که چيرې تباهي او ويجاړتيا هم رامنځته شوې ده دهمدې هيواد په جغرافيا کې رامنځته شوه . او ددغو ټولو ناخوالو او شخړو اصلي پيټى افغانانو په اوږو اخيستى دى او د دوى هيواد ويجاړ شوى دى او دغه هيواد د دې پرځاى چې سمسور او ودان شي دخپلو ځوانانو په ګورستان بدل شوى دى .
که چيرې نن دنورو هيوادونو او ان دهغو هيوادونو پيښو او پرمختياو ته چې زموږ دهيواد دويجاړتيا او بربادۍ طراحان دي ، وګورو ،هغوۍ په نننۍ متمدنه نړۍ کې په دې لټه کې دي چې دخپلو ستونزو دحل کولو لپاره له تعقل او منطق څخه کار واخلي .
په داسې حال کې چې افغانان په بيلابيلو نومونو دخپل هيواد دويجاړتيا عامل کيږي او په حقيقت کې دپرديو ګټې دخپل هيواد په تباهۍ سره عملي کوي.
په افغانستان کې ددغه شان حالت دوام او په جګړۍ ، ورانۍ او وژنې ټينګار بهرنيو هيوادونو ته دا انګيزه ورکوي چې افغانان په سياسي شعور او دمسلو په درک کولو کې په ټيټه کچه کې دي او دخپل هيواد دګټو په باب دقيقه محاسبه نه لري.
هغه کسان چې وړمه ورځ دکندز ولايت په مربوطاتو کې قرباني شول دهماغې ډرامې دوام دى چې مخالفې وسله والې ډلې غواړي چې په ملکي هدفونو په بريد ، انسان تښتونې او په لويو لارو او واټونو کې په وژنې سره په دولت فشار زيات کړي ، په داسې حال کې چې دمسافرانو په وژنې او دهيواد بنسټونو ته په زيان رسولو سره نه يواځې دخپل هيواد او ګټو په نسبت درک نه لري بلکې دهغو ديني لارښونو پرخلاف چې هيواد پالنه د ايمان يوه برخه بولي دريدلي دي .
وسله والو مخالفينو ته ضروري ده چې له دغه شان کړنو څخه لاس واخلي خپلې ګټې په ملي او هيوادنيو ګټو پورې اړوندې وبولي او ځان دهيواد يوه برخه وبولي او دغه مسله درک کړي چې دپرونۍ پيښې په شان ناوړه عملونه يواځې دپرديو دګټو د تامينولو لپاره يو حرکت دى .
له بلې خوا په کندز کې وروستۍ پيښې دامنيتي بنسټونو ځينې تشې او نيمګرتياوې په ډاګه کړې او ددغه شان ناوړو پرمختياو په شتون کې دا کار جدي ښودل کيږي  چې دهيواد دلويو لارو دامنيت او مصوونيت دتامينولو لپاره په زياتې مصوونيت مننې سره پروګرام جوړ شي له دې پرته به مسوولين دخلکو په وړاندې ځواب ورکوونکي وي او د ترانسپورت مسوولين هم دامنيتي حالت په پام کې نيولو سره مجاز تګلورى او وخت په پام کې ونيسي. او دمسافرانو له سر او مال سره دې لوبې نه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته