سیاستخبرونهTOP

اسلامي امارت د قوم، ژبې او سمت پر اساس وېشنو ته قايل نه دی

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني، د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس ملا حمدالله فطرت او د قومي چارو سلاکار امين الله پاميري تخار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې قومي مشرانو وویل، چې د قومي مشرانو مسؤليت او رسالت دا دی، چې د ځوانانو په اصلاح کې رول ولوبوي او ټولنه کې عامه پوهاوی رامنځ ته کړي.

هغوی زیاته کړه، چې د خدمتونو وړاندې کول، عدالت تامينول، امنيت رامنځته کول، د خلکو زړونه ګټل او ساتل د حکومت دنده ده.

د هغوی په وينا اوسمهال په تخار کې مېشت ټول قومونه په اتفاق او ورورولۍ سره ژوند کوي.

ورپسې د وزارت د دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني قومي مشرانو ته ښه راغلاست ووايه او مننه يې وکړه، چې خپل ګټور نظريات، مشورې او وړانديزونه يې ورسره شريک کړل.

نوموړي وويل، چې اسلامي امارت د قوم، ژبې او سمت پر اساس وېشنو ته قايل نه دی، قوم يوازي د پيژندلو وسيله ده. هغه زیاته کړه، چې اسلامي نظام د خلکو غوښتنو ته رسېدنه خپله دنده بولي او متوازن انکشاف ته ژمن دی، په وينا يې قومونه دي، چې انقلابونه تر بريا رسوي او حکومتونه تشکيلوي.

په پای کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس حمد الله فطرت د مشرانو له تجربو، نېکو مشورو او وړانديزونو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې مشران کولای شي د ټولنې د اصلاح لپاره اغېزمن کار وکړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا