کابل باختردلړم دمياشتې ١٤ :
شپږ تنه وسله وال طالبان د ملي اردو په هغو چاڼيزو عملياتوکې چې د هرات او ننګرهار په ولايتونوکې ترسره شول؛ ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دملي اردو ځواکونو د ډاراچوونکو له شتون څخه د سيمو د پاکولو په مقصد د هرات او ننګرهار په ولايتونوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان او د درندو وسلو يوه ا ندازه مهمات او او نور پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
دغه راز د ملي اردو ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيموکې د خپلو وظيفوي فعاليتونو په بهيرکې د وسايطو ضد ١٩ ماينونه کشف او شنډکړل.
0 1 دقیقه لوستل