سیاستخبرونهټولنهTOP

اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو د ستونزو د حل هوډ لري

کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کندز ولایت د کلباد ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره وکتل.
په دې کتنه کې حاجي ارباب اعظم د مشرانو او سپين ږیرو په استازیتوب د معیاري سرک نشتوالی، د ولسوالۍ د مرکز او کلیو لرې والی او سخته لاره د خلکو اساسي ستونزې وبللې او په دې اړه یې د اسلامي امارت د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، چې د اسلامي امارت رهبري او مقامات د ټولو هیوادوالو د ستونزو د حل هو‌‌‌‌‌‌ډ لري.
هغه زیاته کړه، چې اړوندې ادارې به د دغو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا