کابل باختر دوري دمياشتې ٢٠ :
دملي دفاع وزارت يوه خبري سرچينه وايي: اووه تنه وسله وال طالبان په کاپيسا کې دملي دفاع وزارت دخاصو قطعاتو دامنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول.
دغه عمليات دوسله والوطالبانو له شتون څخه د سيمودپاکولو په مقصدپرون دکاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ: په دغو عملياتوکې چې دملي دفاع وزارت د خاصو قطعاتو دځواکونوله خوا ترسره شول؛ اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو عملياتوکې اووه کلاشينکوفونه، پنځه لاسي بمونه او نور پوځي وسايل اوتجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ