(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)امنیت(PS)ټولنهTOP(PS)

اسلامي امارت د پخوانۍ ادارې د کسانو د وژلو په تړاو د یوناما ادعا رد کړه

کابل، د زمري ۳۱مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نماینده ګۍ (یوناما) د پخوانۍ ادارې د کسانو د وژلو په تړاو وروستی راپور رد کړ.
ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر(اېکس) پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نماینده ګۍ ( یوناما )وروستی راپور، چې ګڼي د اسلامي امارت ځواکونو لخوا د پخوانۍ ادارې ۸۰۰ پورې کسان وژل شوي او ځورول شوي حقیقت نه لري.
مجاهد دغه راز زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له لوري عمومي عفو په ټولیزه توګه عملي ده.
نوموړي ویلي، چې البته د انتقام اخیستلو ځینې شخصي او نامعلوم موارد د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو لخوا په جدي ډول څېړل شوي چې شمېر یې محدود دی، خو متأسفانه د ملګرو ملتو په چوکاټ کې ځینې څانګې د دې پر ځای چې د افغانستان عیني واقعیتونه درک کړي او مثبت پرمختګونه ووینې، تل د منفي ټکو په لټه کې دي او د پروپاګند هڅه کوي، چې په دې سره تر هر څه لومړی خپله د دوی اعتبار ته زیان رسېږي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا