امنیت

دطالبانويو ماين جوړونکي تيره شپه د خپل لاس جوړ شوي ماين له امله خپله ميرمنه او زوى ټپيان کړل .

کابل باختر دتلي ديرشمه :
دطالبانو يوماين جوړونکي دننګرهار ولايت په ختيځ کې دخپل لاس جوړ شوي  ماين دچاودنې له امله دخپل کورنۍ له دريو تنو غړو سره ټپيان شول .
  دغه چاودنه دکامې ولسوالۍ په صاحب زاده ګانو سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دغه ماين جوړونکي دخپله ميرمني اودخپل زوي په وړاندې په خپل کور کي په ماين جوړولو بوخت و .
دننګرهاردوالي ويندوى احمدضيا عبدالزي دټيلفوني اړيکې په ترڅ کې د باختر آژانس خبريال ته  ددغې کورنۍ مصيبت تاييدکړ اوويې ويل چې دغه  وسله وال طالب په خپل کور کې دماين په جوړولو بوخت و  چې  دغه ماين  وچاوديد او له خپلې کورنۍ سره  ټپي شو .
ديواړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې :  امنيتي ځواکونه  له چاودنې وروسته دغه کورته  لاړل او څلورتنه يې ددغه ماين دجوړولو په تور نيولي دي .
په داسې حال کې دننګرهار سيمه ييز مسوولين  وايي چې ددغه وسله وال طالب کور په اصل کې دجګړه مارو طالبانو دماين جوړولو  فابريکه وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته