نړۍ

په پيښور ښارکې دتحريک انصاف دګوند سيمه ييز مشر و وژل شو.

پيښور ډي ډان   باختر دوږي دمياشتې ٣٠
وسله والو موټرسايکل سپرو پرون دپيښور په نوښار سيمه کې دتحريک انصاف دګوند په دفتر ډزې وکړې چې له امله يې قبايلي مشرملک مولاخيل اپريدى  ووژل شو او پنځه تنه نور سخت  ټپيان شول .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دغه ډزې هغه وخت په دغه دفتر وشوې چې يوه قبايلي غونډه پکې روانه  وه .
مولاخيل  دتحريک انصاف ګوند له مشرانو او فعال غړي و  او دکورنيو بې ځايه شويو دچارو دڅيړنې مسووليت يې په غاړه درلود.
ددغه بريد په اړوند تراوسه پورې څوک نه دې نيول شوى.
دخيبرپښتونخوا ايالت اعلي وزير دغه بريد وغانده او په دې باب يې دتحقيقاتو غوښتنه کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته