امنیت

په مزارشريف کې د نوروز دورځې له امله دامنيتي تدابيرو دنيولو په باب دافغانستان دښاريانو ستاينه

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٢ :
د افغانستان ښاريان چې د نوروز په ميله کې دګډون لپاره دمزارشريف ښار ته
تللي وو ددوى د ښه امنيت دتامينولو له امله  له  امنيتي ځواکونوڅخه  ستاينه وکړه.
د مزارشريف ښار، هرکال  دپسرلي په پيل کې دهېواد له بيلابيلو ولايتونو څخه  د لسګونو زرو تنو دشتون  ډګر دى .
سږکال  دهېواد خلکو په مزارشريف ښارکې دنوروز جشن په پرتمين ډول ونمانځه . دسږ کال مراسم دتيرو کلونوپه پرتله  ترسختو امنيتي تدبيرونو لاندې پرځاى شول.
دمزارشريف له ښار څخه دباخترآژانس دخبريالانو دخبر له مخې : په زرګونو تنو  وسله والو ځواکونو  له يوې اوونۍ  را په دې خوا ښار ته په غځيدلو لاره  ، ګڼ ميشتو اولرغونو سيمو ، ، تفريح ځايونو او نورو واټونو کې ځاى پرځاى شوي وو چې دډار اچوونکو دفعاليتونو مخه ونيسي .
دمزارشريف خلکو او دهېواد دنورو سيمو په زرګونو تنو خلکو  چې دنوروز په جشن کې دګډون لپاره  دغه ښار ته راغلي دي  دامنيتي تدبيرونو اودپوځيانو هلې ځلې وستايلې .
يوشمير کسانو دهېواد ساتوونکو ته  دګلانو په ورکولو سره  هغوى وستايل.
دقندهار اوسيدونکى عبدالصمد  چې دنوروز او دنوروز دجشن  په مراسمو کې دګډون په مقصد دمزارشريف ښار ته راغلى دى وايي  چې امنيتي ځواکونو  وکولاى شول ددغو مراسمو دبرخه والو امنيت تامين کړي.
ده وويل  چې دوى  په  واټونو او  کوڅوکې د خپلو امنيتي ځواکونو په ليدلوسره دآرامۍ احساس وکړ اوله خپلو کورنيوسره يې په ښه ډول نوروز ونمانځه.
دغزني اوسيدونکى فيصل چې  دنوروز په جشن کې دګډون لپاره  له خپلې کورنۍ سره بلخ ته تللى دى وايي ؛ کاشکې  دافغانستان ټولې سيمې دمزار شريف ښار په شان امنيت واى .
دى وايي  چې په بلخ کې   دامنيت  له امله د آرامۍ احساس کوي.
په همدې حال کې دبلخ ولايت  دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر باخترآژانس ته وويل   چې  په سنجول شويو ا منيتي تدبيرونو سره دوى   کومه تروريستي پيښه  نه ده ليدلې  خو دوروستيو څو ورځو په بهيرکې  پوځيان بريالي شول چې دنوروز دجشن دګډوډولو  او دډار اچوونکو پيښو درامنځته کولو په خاطر دطالبانو په لسګونو طرحې ناکامې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته