سیاستخبرونهTOPټولنه

اسلامي امارت له ژمنې سره سم د خلکو د خدمت کلک هوډ لري

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د بغلان ولایت له یو شمېر مخورو او قومي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې، حاجي جلال الدین باجګه، حاجي رحیم الله نهرین وال او عبدالواحد حقجو د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او د بغلان ولایت د خلکو ستونزې او وړاندیزونه یې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
هغوی، يو ځل بيا د اسلامي امارت رهبرۍ ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ويل، چې د افغانانو هیله په هېواد کې د اسلامي نظام ټينګښت و او له نیکه مرغه نن دې هدف ته رسېدلي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بغلان د ولسونو له همېشنيو همکاريو او ملاتړ مننه وکړه او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت له ژمنې سره سم د خلکو د خدمت کلکه اراده لري او د بغلان د خلکو ستونزو ته به جدي پاملرنه وکړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا