سیاست

د اجرائیه ریاست دلومړي مرستيال پېغام

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٨
د مارچ د اتمې (د نړۍ له ښځو سره د پیوستون) په اړه د اجرائیه ریاست د
لومړي مرستيال انجينیر محمد خان پېغام
د مارچ اتمه نیټه چې د نړۍ له ښځو سره د پیوستون د ورځې په نامه نومول
شوې، د ښځو په وړاندې د توپیرونو خلاف د سیاسي او اجتماعي مبارزې ورځ
ده.
داجرائيه رياست دلومړي مرستيال مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ښځې د نړیوالې ورځې یو مهم پېغام دا دی تر څو د ښځو پر وړاندې شته تاوتریخوالی له منځه یوړل شي او هڅه وشي چې ښځو ته د ټولو اسلامي او بشري حقونو په رڼا کې د ژوند مناسب چاپیریال را منځ ته شي.
ښځه د بشري ټولنې هغه برخه ده چې د اسلام مبارک دین ورته تر نورو ټولو ادیانو ډېر ارزښت او مقام ورکړی او د ژوندانه حقوقو او انساني کرامت ته يې خورا ډېر درناوی لري.
د اسلام په مبارک دین کې ښځینه او نارینه یو ډول حقوق لري او په دې اړه الله تعالی فرمايي: يايهاالناس اتقواربکم الذىخلقکم من نفس واحدة ))اې انسانانو! د خپل رب څخه و ویرېږئ چې تاسو يې ديو نفس نه پيداکړي ياست.))په هېواد کې که څه هم د ښځو د حقونو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې شته،خو له بده مرغه اوس هم افغان مېرمنې له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د ملي یووالي حکومت ژمن دی چې د ښځو لپاره به ټول د اړتیا وړ فرصتونه برابروي. په کورنيو او پلرونو غږ کوم چې خپلو لوڼو ته د خپلو زامنو په څېر د زده کړو زمینه برابره کړي او د راتلوونکي نسل په سالمه روزنه کې خپله ونډه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته